په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن د لړم په ١٢مه، په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د حکومت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د مختلفو ولايتونو يو شمېر علماوو، محلي مسؤلینو او سپين ږيرو سره وکتل.
ویناوالو د خپلو اړوندو ولايتونو د عمومي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې مدرسو، ښوونځيو، روغتيا، مواصلاتي لارو او انکشافي چارو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت د امنيت تأمين، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او هغوی نه د ژوند د غوره شرايطو برابرولو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت به ستاسو غوښتنو او وړانديزونو ته د رسيدګي لپاره لازمه هڅه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment